فرهنګ

د بغلان په رسنيوکې د ښځو د شتون زياتوالى

کابل/ د مرغومي ١٢ مه/ باختر   
د بغلان مسوولين وايي چې د پخوا په پرتله د دغه ولايت په رسنيوکې د ښځو شتون       زيات شوى دى.
په بغلان کې د آزادو ژورناليستانو د ټولنې مسوول ذاکر نوري باختر آژانس ته وويل  چې په بغلان کې د نا امنيو او اطلاع رسونې په برخه کې د دولتي ادارو له نه همکارۍ سره سره په دغه ولايت کې خبريالان تل په خپل وخت د اطلاع رسونې او د بيان آزادۍ     د پياوړتيا په لاره کې يو لړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه: د دغو برياليتوبونو ترڅنګ په بغلان کې د پخوا په نسبت د ښځينه خبريالانو شتون هم زيات شوى دى.
نوري  د مالي بودجې  د کمښت او له خبريالانو سره په خپل وخت د يوشمېر مسوولينو نه همکارۍ په دغه ولايت کې د اطلاع رسونې د لارې پر سر اساسي چلنجونه ياد کړل.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذکريا ناصري اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د کمېسيون له جوړولو او د ښځينه خبريالانو د فعاليت د ښه والي په خاطر د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: د خبريالانو د فعاليتونو له پراختيا سره سره له بده مرغه په بغلان کې د يوشمېر رسنيو فعاليت د بودجې د کمښت له امله پيکه ده.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس  په دغه ولايت کې د رسنيو د لارې پرسر اساسي ستونزې د سالم مديريت، د مسلکي اشخاصو او رسنيو ته د مناسب بازار موندنې نشتوالى وباله .
په بغلان کې په صوتي رسنيو سربېره درې چاپي او درې تصويري رسنۍ او يوه کيبلي دستګاه فعاليت کوي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته