امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په غور او پکتيا کې ووژل شول .

کابل باختر د ثور لسمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان دغور او پکتيا په ولايتونوکې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ دملي اردو ځواکونو دغور او پکتيا په ولايتونوکې دسولې او ثبات دټينګښت لپاره  چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول
په دغو عملياتو کې يوه اندازه مهمات او نور پوځي وسايل  هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، دملي اردو ځواکونو دوسايطو ضد ٣٢ ماينونه چې دوسله والو  مخالفينو له خوا نوي دتروريستي  او ورانکاره فعاليتونو په مقصد دهيواد په ځينو سيمو کې  ځاى پرځاى  شوي وو کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته