د جلال آباد ښار باختر دوږي دمياشتې٩ نيټه :
د ننګرهار ولايت په تورخم ښارګوټي کې د پاکولو کمپاين پيل شو.
په دې کمپاين کې له زياتو ساحو څخه کثافات راټول او د تورخم له ښارګوټي څخه بهر وليږدول شول.
په دې کمپاين کې سيمه ييزومسوولينو، پوځيانو اويوشمېرځوانانوګډون کړى و.
د تورخم ښاروال سيد سرور باختر آژانس ته وويل چې د دغه کمپاين موخه د ښار پاکول او د خلکو ترمنځ د ښار د پاک ساتلو فرهنګ رواجول دي .
ده وويل: د ښار د پاکولو ترڅنګ ټولو پلورنځيو ته پلاستيکي کڅوړي ورکړى شوي ترڅو له دې وروسته خپل کثافات په دغو کڅوړوکې راټول او د کثافاتو مشخص شوي ځاى ته وليږدوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ