خبرونهفرهنګټولنهTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د توریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ له داوطلبانو څخه اختصاصي آزموینه واخیستل شوه

 کابل، د کب لومړۍ، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی د تحقیق او انکشاف ریاست اړوند، د توریزم او هوټلدارۍ په انسټیټیوټ کې د ۱۴۰۳ مالي کال د شمولیت لپاره له ۴۵ داوطلبانو څخه اختصاصي آزموینه، نن په کابل کې واخیستل شوه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي سعدالدین سعید، په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د هېواد په پرمختګ کې د ګرځندوی صنعت پر ارزښت خبرې وکړې او د توریزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ یې یوه مسلکي اداره او د هېواد په کچه یو مهم انسټیټوټ وباله.

هغه وویل چې دغه انسټیټوټ له کلونو وروسته بېرته فعال شوی او دا د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه مهمه لاسته راوړنه ده.

مولوي سعید ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یاد انسټیټوټ د فعالیتونو د لا ښه والي او په هېواد کې د توریزم او هوټلدارۍ صنعت د ودې ملاتړ کوي او هڅې به وکړي چې په دې برخه کې ټولنې ته ښه او مسلکي کسان وړاندې شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی رئیس مولوي سید محمد سعید هم، د موضوع اړوند خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت مشران، د هېواد د پرمختګ او د هېوادوالو د هوساینې او هغوی ته د کاري زمینو د برابرولو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.

په ورته وخت کې د توریزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ آمر عزیزي، د دغه انسټیټوټ د فعالیتونو او په نړۍ کې د توریزم صنعت د ارزښت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې توریزم او هوټلدارۍ د نړۍ په کچه درېیم صنعت دی او له مهمو عایداتي سرچینو څخه شمېرل کېږي چې هېوادونه د عوایدو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په نورو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې ترې استفادي کوي.

د یادونې وړ ده چې د توریزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ، په هېواد کې د ګرځندوی او هوټلدارۍ صنعت د ودې، د ملي عوایدو د زیاتوالي او د ګرځندوی او هوټلدارۍ په برخه کې د مسلکي کسانو د روزلو په موخه، په ۱۳۹۱ کال کې رامنځته شوی چې د انګلیسي ژبې ترڅنګ، بېلابېل مسلکي مضامین په کې تدریس کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته