خبرونهورزش

د بامیانو کرکټ ټیم د اتلولۍ جام وګاټه

 کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر

د بامیانو د کرکټ ټیم پرون د پکتیا له ټیم سره په ولایتي سیالیوکې کې د اتلولۍ جام وګاټه.

د بامیانو د کرکټ فدراسیون مسوول عماد الدین شمس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دویمه درجه لوبو کې د بامیانو د کرکټ ټیم د پکتیا د کرکټ له ټیم سره لوبه وکړه.

لومړی د بامیانو ټیم توپ وهنه پیل کړچې په ۵۰ آورونوکې د ۵ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د پکیتا ټیم ته ۲۶۲ منډې هدف وټاکه چې د پکتیا ټیم د ټولولوبغاړو په له لاسه ورکولوسره ونه شو کولای ټاکل شوی هدف بشپړ کړي چې په پایله کې یې د ۴۰ منډو په توپیرسره ماتې وخوړه.

د یادونې وړ ده چې د بامیانو ټیم په خپله لومړۍ لوبه کې په دې تورنمنت کې د تخار ټیم ته د ۲۲ منډو په توپیرسره ماته  ورکړې وه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته