ټولنه

په روزګان کې د پوهنتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ترينکوټ باختر د سلواغې ٢٤ مه
په روزګان ولايت کې د ٢٣ ميليونو افغانيو په لګښت د پوهنتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د روزګان والي محمد نذير خروټي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې،د روزګان پوهنتون لپاره ٥٠٠ جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده چې،دغه ودانۍ هم په دغه ځمکه کې د ٣٣ ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
خروټي ښوونه او روزنه د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره بنسټیزه لار وبآله او زیاته يې کړه: هڅه به وکړي، چې په راتلونکي کې د دغه پوهنتون د بشپړ جوړیدو لپاره نوره بودجه هم تر لاسه کړي،تر څو د دغه ولایت په پوهنیز ډګر کې شته ستونزې له منځه یوسي.
د روزګان د لوړو زده کړو موسسې سرپرست ریېس پوهنیار اسدالله نور وویل: په دغه موسسه کې اوس مهال د ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځي شته چې په سلګونوتنو محصلان په کې په زده کړه بوخت دي.
د یادولو وړ ده، چې د روزګان د لوړو زده کړو په موسسه کې دا مهال شاوخوا ۹۰۰ تنه محصلان زده کړې کوي.پاى_وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته