ټولنه

قهرجنوکسانو درې تنه انسان تښتوونکي په نيمروزکې ووژل

کابل باختردسلواغې دمياشتې  ١٦ :
په نيمروز ولايت کې قهرجنو کسانو درې تنه انسان تښتوونکي ووژل او په بازارکې يې په دار وځړول .
دغوکسانو وروسته له هغه په دې کار اقدام وکړچې دغو دريو تنو انسان تښتوونکو  د يوه سوداګر ماشوم د نيمروز له دلارام ولسوالۍ څخه وتښتاوه او دهلمند ولايت د واشير ولسوالۍ ته يې وليږداوه.
  د را رسيدلوخبرونوله مخې: د دغه ماشوم له تښتونې وروسته د ده خپلوان او د سيمې يوشمېر مشران د واشير ولسوالۍ ته لاړل او له خونړۍ جګړې وروسته يې  دغه ماشوم وژغوره او انسان تښتوونکې يې له وهلو او ډبولو وروسته د ولسوالۍ په بازارکې په دار وځړول .
د نيمروز ولايت د دلا رام ولسوال نجيب الله حيات له باخترآژانس سره په اړيکه کې تائيدکړه چې ددغه ماشوم خپلوانو او د دلارام ولسوالۍ يو شمېر مشرانو د هلمند په واشيرولسوالۍکې د انسان تښتوونکو په پټنځي په بريد سره ماشوم وژغوره او انسان تښتوونکي يې ووژل .
ده وويل چې له انسان تښتوونکو سره د جګړې په بهيرکې د دلارام يو سيمه ييز مشر ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.
ويل کيږي امنيتي ځواکونو څو ساعته وروسته د انسان تښتوونکو مړي له يوې سترې تجارتي لوحې څخه ښکته کړل.
د سوداګر نورعلي خپلوان وايي چې انسان تښتوونکو ده ته خبر دارى ورکړى و  چې د پيسو د نه ورکولو په صورت کې به ماشوم يې ووژني.
د دوى د څرګندونوله مخې: که چيرې دوى انسان تښتوونکي دولت ته سپارلى واى؛ دوى به د پيسو له ورکولو وروسته خوشې کيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته