کابل باختر دکب څلورمه :
دقندهار ولايت په مربوطاتوکې پرون د يوې ترافيکي پيښې له امله څلورتنه ووژل شول.
د قندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى ضيادراني د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د ارغنداب ولسوالۍ د مرچي غاښى په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو د سپرلۍ يوسراچه موټر له واټ څخه واوښت او چپه شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې پيښه کې د دوو ښځو يوه ماشوم او ديوه سړي په ګډون څلورتنه ملکي وګړي ووژل شول.
خبرځاى ددغې پيښې علت دموټر چلوونکى بې احتياطي وبلله.
0 د یوې دقیقې څخه لږ