ټولنه

ملا امامان : دکب د مياشتې د دريمې د شهيدانو د خاطرو درناوى تل پاتې دى

کابل باختر د کب دويمه :
دجوماتونو ملا امامانو، خطيبانو او واعظانو نن دجمعې د لمانځه په خطبوکې مسلمانان اتفاق اواتحاد ته راوبلل اوانتخابات يې يو ديني او اسلامي اصل وباله اوله خلکوڅخه يې وغوښتل چې دهيواد دراتلونکي مشر دټاکنې لپاره دې په پراخه توګه په انتخاباتوکې ګډون وکړي .
د هيواد له مرکزاو ولايتونوڅخه دباخترآژانس خبريالانو خبر ورکړ: په دغوخطبوکې د مسلمانانو ترمنځ يو والى، اتفاق او پيوستون، داسلام دمبين دين لارښوونه وبلل شوه او ټينګار وشو چې نفاق او دښمني د مسلمانانو ترمنځ د زياتو مصيبتونو او بدمرغيو سبب کيږي اوبايد مسلمانان د اسلام دمبين دين د ارشاداتو په پيروى په خپلوکې له هر راز بې اتفاقى څخه ډډه وکړي.
دغه راز په دغو خطبوکې د هيواد دمشر د ټاکنې لپاره انتخابات په دين کې يو اصل وبلل شو او د ښځو او نارينه و په ګډون خلکو ته بلنه ورکړ شوه چې په دې برخليک ټاکوونکى بهير کې دې په پراخه توګه ونډه واخلي او خپله رايه  دې دهغه  چاپه ګټه وکاروي چې داتفاق ، يووالى او زموږ د اسلامي  ټولنې د آرامۍ لپاره ګټور پروګرامونه وړاندې کړي.
په خطبوکې څرګنده شوه چې مسلمانان دې د نوماندانو په پوچو ژمنو او د پيسو د ترلاسه کولو ونه غوليږي او له نوماندانانوڅخه دې صادق او بشپړايمان لرونکي  شخص غوره کړي .
په دغوخطبوکې دغه راز په کابل ښارکې د ١٣٥٨ کال دکب دمياشتې د دريمې نيټې د شهيدانو د سرښندنو درناوى وشو او څرګنده شوه چې د کابل خلکو د ١٣٥٨هجري لمريزکال دکب دمياشتې په دريمه نيټه د وخت د شوروي د سره پوځ ديرغل او دهغه دګوډاګي رژيم د ناخوالو په وړاندې په تشو لاسونو په پاڅون  لاس پورې کړ او په يوه نابرابره جګړه کې ددغه ښار په سلګونو تنه اوسيدونکي  شهيدان شول .
په خطبوکې يادونه وشوه چې دکب دمياشتې د دريمي نيټې مبارزانو ټولو په يوه غږ د قوم ، ژبې، او د مليت له تفکيک پرته دپرديو دتيري په وړاندې په پاڅون لاس پورې کړ او يوشمېر يې د دين او هيواد د دفاع په لاره کې شهيدان شول چې د هغوى خاطرې د دې هيواد د هر اوسيوونکى په زړه کې تل پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته