امنیت

په ننګرهار کې له څه دپاسه دوه سوه پنځوسو اړو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر د  زمري اتلسمه :
په ننګرهار ولايت کې له څه دپاسه دوه سوه پنځوسو اړو کورنيو سره دخوراکي توکو او دنغدو پيسو مرسته وشوه .
دغه مرسته د نړيوالو مرستندويو بنسټونو له خوا برابره شوې  وه او د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست له لارې نن په اړوکسانو وويشل شوه .
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست يوې سرچينې  باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې له دوه سوه  دوه پنځوسو بې ځايه شويو او له پاکستان څخه په راستنو شويو کورنيو خوراکي توکې او نغدې پيسې وويشلې  شوې .
ده وويل چې په ننګرهار کې له اړو کسانو او کورنيو سره د مرستې بهير دوام لري.
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته