سیاست

دجنوبي افريقا دبهرنيو چارو وزارت په کابل کې ددغه هيواد داتو تنو اتباعو وژل کيدل تاييد کړل

کابل باختر آژانس د وږى ٢٩
دجنوبي افريقا دبهرنيو چارو وزارت ويندوى تاييد کړه چې ددغه هواد اته تنه اتباع په کابل کې په ځانمرګې بريد کې ووژل شول 
دباختر آژانس دخبر له مخې: دجنوبي افريقا دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نلسون کاوته تاييد کړه چې په کابل کې دپروني پيښې اته تنه قربانيان ددغه هيواد اتباع دي .
ده وويل: دغو اتو تنو ديو خصوصي هوايي شرکت لپاره کار کاوه، دجنوبي افريقا دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دڅرګندونو له مخې، په اسلام آباد کې ددغه هيواد سفارت دنده ترلاسه کړې ده چې د قربانيانو هويت او دپيښې څرنګوالې وڅيړي.
جنوبي افريق په کابل کې سفارت نه لري په افغانستان کې ددغه هيواد دقونسلي چارو کار داسلام آباد له لارې تنظيمږي.
دغه راز دجنوبي افريقا دبهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې په خپلو اتباعو بريد وغانده او وې ويل چې په امريکا کې توليد شوى فلم په دوى پورې اړه نه لري او وژل يې کومه تو جيه نه لري .
پرون سهار په کابل کې دځانمرکې بريد له امله دولس تنه ووژل شول چې اته تنه يې دبهرينان وو. ځانمرګې بريدکوونکې دګلبدين دحزب اسلامي له خوا ددغه مامودريت په ترسره کولو ګومارل شوې وه، په ښکاره بريد په امريکا کې دفلم دتوليد پرخلاف دغچ اخيستې په خاطر وشو چې ويل شوى دى، په هغه کې دمسلمانانو دينى  مقدساتوته سپکاوى شوى دى .
ديو پنچرماين په ګډون ددغې پيښې څلورتنه نور قربانيان افغانان وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته