امنیت

په کندز کې ٢٢ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
د کندز په ولايت کې دذوالفقار  په نامه دعملياتو په پايله کې  نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي
  په دغو عملياتو کې چې يوه اوونۍ مخکې په ارچي ولسوالۍ کې پيل شوي دي  څوارلس  تنه نور طالبان ټپيان شوي دي
دهيواد په شمال ختيځ کې  د٢٠٩ شاهين  قول اردو ددويمې لوا درسنيو مسوول غلام حضرت کريمي وايي د هغې ولسوالۍ دپل نور محمد خان ، حاجي نعيم او هجده نهر په کليو کې دافغان امنيتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ په نښته کې نهه تنه  وسله وال طالبان وژل شوي او څوارلس تنه نور يې ټپيان شوي دي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغو عملياتوکې دملي اردو يوسرتيري  او يو سيمه ئيز پوليس  ټپيان شوي او دطالبانو سپکې او درندې وسلې  هم دامنيتي  ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ويل کيږي  دذوالفقار  عمليات به دارچي ولسوالۍ تر بشپړ پاکيدو  پورې دوام وکړي  ددغې ولسوالۍ اوسيدونکو هم دجګړې دپاى ته رسيدو او دامنيت دخوندي  کيدوغوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته