سیاست

جمهور رئیس غني او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې

کابلباختر د وري د مياشتې ٢٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې جمهور رئیس غني د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد د همکاریو قدرداني یې وکړه.
هغه زیاته کړه، افغانستان او ازبکستان تر بل هر وخت  ښه او دوستانه مناسبات لري چې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.
د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي د خپل هېواد د رهبرۍ او خلکو نېکې هیلې جمهور رئیس غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې.
هغه زیاته کړه، په تاشکند کې د دواړو هېوادونو د جمهور رئیسانو د پرېکړو او تصميمونو د تعقیب په موخه یې کابل ته سفر کړی دی.
هغه وویل، هېواد یې د کابل پروسې او تاشکند کنفرانس د پرېکړو په اساس د سولې تامین او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته ژمن دی.
هغه زیاته کړه د افغانستان په اړه تاشکند کنفرانس د کابل پروسې ادامه وه.
جمهور رئیس غني د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي ته په بریالۍ توګه د تاشکند کنفرانس د ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د افغانستان او ازبکستان د استازو دوه کاري ګروپونه دې جوړ شي چې یو یې د کابل پروسې او تاشکند کنفرانس د پرېکړو په اساس د سولې او سیاسي مسایلو او دوهم ګروپ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د تفاهم لیکونو د تطبیق بهیر وڅاري. پاى_ سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته