کابل باختر دکب ١٧ م
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په افغانستان کې د بریتانیا له سفیر ویلیم پتي سره د مخه ښې کتنه وکړه.
دجمهور رييس دويندوى دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې تېر ماښام په ارګ کې تر سره شوه، د هېواد جمهور رئیس د افغانستان او برېتانیا تر منځ د همکاریو د پراختیا په برخه کې د ښاغلي پتي خدمتونه د قدر وړ وبلل او هغه ته یې په راتلونکو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
ویلیم پتي په افغانستان کې د برېتانیا د سفیر په توګه له خپل ماموریت څخه خوښي څرګنده کړه او په دې دوره کې یې د افغانستان د خلکو د همکاریو له امله مننه وکړه.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی ویلیم پتي په افغانستان کې د ۲۰۱۰ کال د اپرېل له میاشتې را په دې خوا د برېتانیا سفیر و.