نړۍ

په پيښورکې د عاشورا په ورځ د افغانانو په تګ راتګ بنديز ولګول شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
د پاکستان د پيښور پوليسو په دغه ښارکې له ميشتو افغانانو څخه غوښتي دي چې د عاشورا په ورځ دې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
د پيښور پوليسو ويلي دي چې د حسيني عاشورا په مراسمو د ډار اچوونکو د احتمالي بريدونو او نا امنيو د مخنيوي په مقصد ځانګړي تدبيرونه نيولي دي او له افغانانو څخه غوښتل شوي دي چې د عاشورا د مراسمو د پرځاى کولو په ورځ له تګ راتګ څخه ډډه وکړي او په خپلو کورونوکې پاتې شي.
د پيښور پوليسو څرګنده کړې ده چې دغه اقدام د هغو امنيتي تدبيرونو يوه برخه ده چې په پيښورکې نيول شوي دي او افغان مهاجرينو ته کومه ستونزه نه رامنځته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته