اقتصاد

په بغلان کې د لوبیا حاصلات کمښت موندلی

کابل/ د مرغومي ۱۰مه باختر
په بغلان کې د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله لږ شوي دي.
دغه ټکی د بغلان ولایت د کرنې او اوبولګولو ریاست د ترویج لوی مدیر عبدالمحمود غفوري د باخترآژانس خبریال ته وویل: سږکال د جګړو او نا امنیو د زیاتوالي په ګډون د بغلان ۱۴ولسوالیو کې په ۴۸۰۰هکتاره ځمکه کې لوبیا کرل شوې وه چې زیاتره د پلخمري، مرکزي بغلان او د تاله او برفک په مربوطاتو کې کرل شوې وه.
د بغلان د کرنې او اوبولګولو ریاست د ترویج لوی مدیر د څرګندونوله مخې، په بغلان ولایت کې سږکال د لوبیا حاصلات ۱۴۴۰۰مټریک ټنه وه چې د تېرکال په نسبت اته سلنه کمښت ښیي.
غفوري د لوبیا کرکیلې په معیاري کولو کې د کرنې ریاست رواجولو او بوټو د ساتنې د فنی مامورینو رول مهم او اساسی وباله.
د کرکیلې په برخه کې د روزنیزو ورکشاپونو په جوړولو سره د کرکیلې ساحه زیاته شوې ده.
هغه زیاته کړه بغلان د زیاتو اوبو او ښه هوا په لرلوسره د کرکیلې لپاره ښه سیمه ده او د لوبیا له پلوه به خپلو پښودریدلې ده.
هغه هېله څرګنده کړه چې په هېواد کې د جګړې به پای ته رسېدو او د سراسري سولې په تینګښت سره خلک په هېواد کې د ګړندۍ پراختیا شاهدان واوسی.
ج/ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته