امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۶۵ طالبان ووژل شول

کابل / د غویي ۲۷مه / باختر
د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ساعتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۶۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د قندهار، بلخ، هلمند او بغلان په مربوطاتو کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښتو او مخامخ جګړو کې ۶۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ٣۶ نور یې ټپيان شول.
امان زیاته کړه: همدارنګه د وسله والو طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه يووړل شول.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په تېرو٢۴ ساعتو کې امنيتي او دفاعي ځواکونو د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه ٢۴ ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته