ترينکوټ باختر د وري د مياشتې ٢١ مه
د روزګان ولایت سیمه ییز چارواکې وايي په دغه ولایت کې د عملیاتو پرمهال ۹ تنه
وسله وال طالبان وژل شوي او۸ تنه نورټپیان شوي دي.
د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب نن د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې ګډو افغان ځواکونو د مرکز ترينکوټ ښار په پاى ناوه سیمه او د دغه ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي .
سرچينه زياتوي چې په ترسره شويو عملیاتوکې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دى اوښتى او په خبره يې چې عملیات لاهم په یادو سیمو کې دوام لري.پاى_ وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ