امنیت

په بغلان کې د دوو قاچاق وړونکو نيول کيدل.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
دبغلان پوليسو دنيشه يي توکو دوه قاچاق وړونکي ونيول.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال نورحبيب ګلبهاري باختر آژانس ته خبر ورکړ :دامنيې قوماندانۍ له نيشه يي توکو سره دمبارزې دچارو دمديريت موظفينو شپږويشت کيلوګرامه هيرويين چې دغنمو په بوريو کې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى شوي و او د تخار له ولايت څخه بلخ ولايت ته ليږدول کيدل ، دپلخمري ښار اړوند د زمانخيلو په کلي کې کشف او ضبط کړل .
ويل کيږي : دپيښې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي
ديوبل خبرله مخې : دبغلان ولايت دملي امنيت موظفينو يو تن دشلو کيلو ګرامو پيښو او شپږو کيلوګرامو چرس دقاچاقو په تور نيولي دي .
ويل کيږي : نيول شوي سړي دغه نيشه يي توکي په يوه کرولا موټر کې د ده صلاح له ولسوالۍ څخه کابل ته ليږدول چې دملي امنيت دموظفينو له خوا دخنجان ولسوالى په مربوطاتو کې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته