پل علم / د سلواغې٢مه/ باختر
د سيمه ييزې اردو يو ټولى د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې جوړ او پر دنده يې پيل وکړ.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې د دولت وسله والو مخالفانو د ځپلو او خلکو ته د امنيت تامينولو په مقصد په لومړي ځل د سيمه ييزې اردو ١٢٠ سرتېرو په ازرې ولسوالۍ کې پر دنده پيل وکړ.
ازره د لوګر يوه له نا امنه ولسوالۍ څخه ياديږي چې له کلونو کلونو را په دې خوا يې مواصلاتي لارې له مرکز سره تړلې شوې چې له امله يې د دغې ولسوالۍ خلک له زياتو ستونزو سره مخامخ کړي دي .
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ