امنیت

د درقد ولسوالۍ په بشپړه توګه دمخالفينو له شتون څخه پاکه شوه .

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
دالقناق کلى او د درقد ولسوالۍ تګلورى په بشپړه توګه دوسله والو مخالفينو او ماينونو له شتون څخه پاک شول.
په تخار ولايت کې دامنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې چې پرون دتخار ولايت دامنيې قوماندان مل پاسوال نور محمد حکيمي په مشرۍ پيل شوي وو دالقناق کلى او د درقد ولسوالۍ تګلورى په بشپړه توګه دوسله والو مخالفينو او ماينونو له شتون څخه پاک شو.
په دغو عملياتو کې لسګونو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او نوريې له ماتې وروسته وتښتيدل.
ديوه امنيتي خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغو عملياتو په بهير کې د ملي اردو دځواکونو يو ټانک په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله دملي اردو څلور تنه سرتيري شهيدان او د تخار ولايت دامنيې قوماندانۍ دسکرتر همايون خادم په ګډون درې تنه ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: ټپيان دولايت په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي مسوولينو د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
د درقد ولسوالۍ له يوې اوونۍ راپه دې خوا د دښمنانو تر کلابندۍ لاندې وه چې په پاى کې پرون دعملياتو په ترسره کولو سره دغه کلابندي ماته شوه او دالقناق تر کلى پورې د درقد ولسوالۍ تګلورى دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه شوه او ګډو قوتونو اوس خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوي او دښمنان به هغوى ترورستيو ځالو پورې تعقيب او له منځه يوسى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته