سیاست

د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د ناروې د شاهي هېواد له نوې سفيرې سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړه

کابل باختر دوږي  دولسمه :
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون په کابل کې  د ناروې د شاهي  هېواد له نوې سفيرې ميرمن ماري اسکير  سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړه .
  د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغې کتنې په پيل کې د بهرنيو چارو وزير په څو وروستيولسيزوکې له افغانستان سره د ناروې همکاريو ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي لرغونې وبلله او څرګنده يې کړه چې په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې  د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ د ناروې د دولت او خلکو دريدل نه هيريدونکي دي .
دغه راز  د ناروې د شاهي هېواد نوې سفيرې وويل چې له افغانستان سره دملاتړ لپاره ددغه هېواد ژمنه اوږدمهاله ده او دغه هېواد به له افغانستان سره خپلې همکاري ته  لکه څنګه چې  ژمنه يې کړې ده؛ دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته