سیاست

جمهور رئیس غني د جرمني لومړۍ وزیرې سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته د ټلیفوني تماس له لارې د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سولې پروسې، کډوالو، اصلاحاتو بهیر او ګډو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دغو ټلیفوني خبرو کې د جرمني لومړۍ وزیرې د افغانستان له دولت او خلکو سره د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړ وې ویل، د بروکسل په نږدې راتلونکي کنفرانس کې به د افغانستان ملاتړ وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته