اقتصاد

په ګرديز کې د ٣ ميليونو افغانيو په لګښت پروژه پيل شوه

ګرديز باختر د کب د مياشتې ٢٦ مه
د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې د دغه ولايت د ښاروالۍ له لوري د ٣،٩ ميليونو افغانيو په لکښت د برېښنا د پايو او څراغونو د نصبولو کار پيل شو.
د ګرديز ښاروال عصمت الله خالد د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ، په دغه پروژه ٣،٩ ميليونه لګښت راځې چې د ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه ورکول کېږي.
هغه زياته کړه چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د ښار په ښکلا کې د پام وړ بدلون را شي.
د يادونې وړه ده چې د ګرديز ښاروالۍ تېره ورځ هم په دغه ښار کې د ٥٤٠ مترو په اوږدوالي سره د يوه کانال د جوړېدو چارې پيل کړي دي.پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته