امنیت

يو لوټمار په کابل کې ونيول شو

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٧ :
پوليسو  دعملياتو په ترسره کولو سره ددريو تنو شوکمارانو په  ګډون  دجنايي پيښو يو شميرعاملين ونيول.
دکابل دامنيې قوماندانۍ  ويندوى باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دکابل ولايت  دامنيې قوماندانۍ  منسوبينو  دغلو درې کسيزه ډله   چې دکابل
ښاريانو په تيره بيا دموټر چلوونکو دځورونې سبب کيدل او له هغوى څخه  يې
پيسې اخيستې ددويمې امنيتي  حوزې له مربوطاتو څخه ونيول .
دغه راز دموټر يو غل   چې څه موده مخکې يې يو موټر  غلا  کړى و ، دپوليسو
داوولسمې امنيتي  حوزې له مربوطاتو څخه نيولى دى.
نيول شوي سړي په خپل جرم اعتراف کړى دى او  ددغې ډلې دنورو غړو دنيولو
لپاره دپوليسو پلټنې او څيړنې دوام لري .
په همدې حال کې دکابل پوليسو  دتيرو څلرويشتو ساعتو په بهيرکې څو تنه  د
کابل ښار  له بيلابيلو ناحيو څخه  دبيلابيلو جنايي جرمونو دترسره کولو په تور
نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته