اقتصاد

په بغلان کې دسړک جوړولو دپروژو دپراختيا لپاره هلې ځلې .

کابل باختر د زمري  اتمه :
دتيرکال په بهير کې دڅه دپاسه يو ديرشو مليونو سلو زرو افغانيو په ټول  لګښت دبغلان ولايت  دفوايد عامې رياست په  چوکاټ کې لس پروژې  عملي شوي دي .
دغه ټکى دبغلان ولايت دفوايد عامې  رييس ديپلوم انجنير  صبغت الله کاظمي دباختر اژانس خبريال ته څرګند کړه او ويې ويل  په دغو پروژو  کې دتحکيماتي  ډيوالونو او دپلونو او پلګوټو جوړول ، په سړکونو کريړ اچول دګبيونونو  ډکول او دخوست په ولسوالۍ  پورې اړوند دپلفي او سچي  دغرنيو سيمو ديوپنځوسو  کيلومترو په اوږدوالي  دغاښو پاکول  شامل دي  چې دفوايد عامې  وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ديوديرشو مليونو  څلور سوه  نوي افغانيو په ټول لګښت  دخصوصي ساختماني  شرکتونو او دپرمختيايي شوراګانو له خوا ددغه ولايت ددوشي ، دهنه غوري ، ده صلاح ، پل حصار ، بورکې ، خوست ،جلګى او دمرکزي بغلان په ولسواليو کې تطبيقې شوي دي .
دبغلان ولايت دفوايد عامې رييس زياته کړه ددغو پروژو په تطبيق  سربيره همدا اوس څوارلس نورې پروژې چې په سړکونو د  کريړ اچلو او دپلونو او پلګوټو جوړول او دسړکونو پخول پکې شامل دي دنړيوال بانک او د امريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي په مالي مرسته او دفوايد عامې وزارت دپرمختيايي بودجې  په لګښت ترسره شوي دي .
دبغلان ولايت دفوايد عامې  درييس دڅرګندونوله مخې،  همدا اوس په بغلان ولايت کې دوه سوه اوياکيلومتره  پاخه سړکونه شته چې  ترکار لاندې پروژو په بشپړيدو سره به په دغه ولايت کې ټول پاخه سړکونه درې سوه نهو کيلومترو ته ورسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته