امنیت

اووه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ دتلې ١٦مه/ باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې د کومانډويانو په عملياتوکې ووژل شول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د غزني د اندړو ولسوالۍ په کمال خېلو او کوز او بر ګواده خېلو کليو کې د کوماندوځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
نورستاني زياته کړه چې په عملياتوکې درې وسله وال طالبان ټپيان او درې مشکوک کسان له دوو پيکاوو سره ونيول شول.
هغه زياته کړه چې د کومانډويانو په عملياتوکې اته ماينونه کشف او شنډ شول.
ختم – سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته