ټولنه

په بدخشان کې څه دپاسه دوه زره پرمختيايي پروژې ګټې اخستنې ته سپارلې کيږي .

کابل باختر دغبرګولي  لسمه :
دبدخشان ولايت دسکتوري رياست له پنځه کلن پلان سره سم  په دغه ولايت کې دوه زره درې سوه  درې څلويښت انکشافي  پروژې ددي ام زيد په مالي مرسته جوړې او ګټې اخستنې ته به وسپارلې  شي .
دبدخشان ولايت دسکتوري خدمتونو رييس اسامه بصير دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغه ولايت پنځه کلنې انکشافي پلان چې په هغه کې دوه زره درې سوه څلويښت بنسټيزې  پروژې په پام کې نيول شوي دي او دبدخشان ولايت دسکتوري رياست له خوا تدوينې او د دي ام زيد  ادارې په مالي همکارۍ سره عملي کيږي .
ده دغه راز څرګنده کړه چې ددغه پلان  تدوين په بدخشان ولايت کې يوستر تخنيکي برياليتوب دى  چې دراتلوونکي پلان د انکشاف تګلوري يې مشخص کړى دى.  دسکتوري خدمتونو رييس څرګنده کړه چې کال په کال  څلور سوه شپيته نوې انکشافي پروژې عملي کيږي.  دغه راز دبدخشان دولايتي شورا رييس عبدالله ناجي نظري  وويل چې موږ په راتلوونکو پنځو کلونو کې دانکشافي پلان دتطبيق  هرکلى کوو سره له دې چې خپلې نيمګړتياوې او نواقص لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته