کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٧
په پنجشير ولايت کې د نولسو کيلومترو په اوږدوالي سړک جوړيږي.
دغه سړک د شپږو مترو په سور په معياري او اساسي ډول د پنجشير ولايت د آبشار په ولسوالۍ کې جوړيږي.
د آبشار ولسوال حامد روشن وويل: دغه سړک د فوايد عامې وزارت له خوا دڅه ناڅه لسو مليونو ډالرو په لګښت جوړيږي.
روشن زياته کړه: د دغه سړک د جوړولو له بهير څخه وروسته په اساسي ډول کريړ اچول کيږي او پخيږي.
د آبشار ولسوال وويل: د دغه سړک په جوړولو سره په راتلوونکې کې د لسګونو کليو خلکو ته اسانتياوې برابريږي او د آبشار ولسوالۍ د پنجشير ولايت له مرکز سره نښلوي.
روشن څرګنده کړه: ټاکل شوې ده د دغه سړک د جوړولو کار د يو لړ تدارکاتي کارونو له بشپړولو وروسته تر يويې مياشتې پورې پيل شي.
ويل کيږي اوس د آبشار ولسوالۍ اوسيدونکي له غير معياري سړک څخه چې په خپله د دوى له خوا جوړ شوى دى؛ استفاده کوي.