ټولنه

د خواشینۍ پېغام

کابل_باختر د غويي د مياشتې٢٧ مه
د ننګرهار د ملي راډیو ټلویزیون په ودانۍ د برید په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنيرمحمدخان د خواشینۍ پېغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د هېواد دښمنانو په ننګرهار کې د ملي راډیو تلویزیون پر ودانۍ برید کړی چې زموږ یو شمېر هېوادوالو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
تروریستي ډلې د تل په څیر هڅه کوي چې د عامو وګړو او خلکو غږ د هغوی په مرۍ کې زندۍ کړي او  له حقایقو يې لرې وساتي، د همدې لپاره د هېواد په ګوټ ګوټ کې رسنۍ او خبریالان په نښه کوي.
رسنۍ ورځنۍ پېښې او د مسوولینو کړنې او فعالیتونه تر خلکو او د خلکو غوښتنې تر مسوولینو رسوي او د ټولنې د یو بې طرفه لوري په توګه د اجرائيه، مقننه او قضایه قوې فعالیتونه څاري او له هر ډول تاوتریخوالي مصونې ګنل کیږي.
په دې پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت ، ټپیانو د بېړنۍ او عاجلې شفا او کورنیو او خپلوانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته