امنیت

په قندهارکې د وسله والوطالبانو ديو قوماندان نيول .

 

کابل- باختر دلړم دولسمه:

د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان په قندهار ولايت کې د عملياتو په بهير کې ونيول شو .

 دغه قوماندان چې هويت يې نه دې افشا شوى، نن سهار کله چې ديو لړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولوکې بوخت و؛ له دوو تنو نورو طالبانو سره د افغان او ناټو دځواکونو له خوا ونيول شو .

 باختر اژانس د ناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه قوماندان په قندهار دطالبانو ديو شمېر تروريستي بريدونو، چاودنو او ځانمرګو بريدونو مسووليت په غاړه درلود.

 له بله پلوه ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هلمند ولايت کې د دوو تنو جګړه مارو طالبانو دنيولو خبر ورکړ .

  ويل کيږي چې ددغو عملياتو هدف د دغو افرادو دقوماندان نيول و، خو دعملياتو په بهير کې دغه قوماندان په سيمه کې نه و . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته