امنیت

په سنګين ولسوالۍ کې طالبانو ته دسردرانده زيانونه واوښتل

کابل باخترد جوزا دمياشتي٢٣ نيټه :

په هلمندولايت کې له افغان ځواکونوسره په نښته کې شل تنه ياغيان ووژل شول اوڅلور تنه نوريي ټپيان شول.

دهلمندولايت دسنګين ولسوال شيرخان باختراژانس ته وويل  دغه جګړه پرون له هغه وروسته ونښته  چې وسله والو طالبانو ددغي ولسوالۍ پرمقر بريد وکړ ، خودشلو تنو طالبانو په وژل کيدو اودڅلورو تنو نورو په ټپي کيدوسره وتښتيدل.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  دطالبانو يو مشهور قوماندان ملايعقوب هم په ټپيانو کې دي .

خبرځاى زياته کړه په دې نښته کې ملکي وګړو  او امنيتي ځواکونوته زيان نه دي اوښتي .

سيمه ييز مقامات وايې چې طالبانو زياتي هڅي وکړې  دغه ولسوالۍ چې پخوا ددوي ترکنترول لاندې وه بيا ونيسي ،.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته