ټولنه

دحج او اوقافو وزارت خبرتيا

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٤  :
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا
دلغمان ولايت هغو  حاجيانو ته  چې شميرې يې  له يوې څخه تر درې سوه  دوه اويا پورې دي  خبر ورکول کيږي چې سبا د روان کال   دوږي دمياشتې په ١٥ نيټه دشنبې دورځې د غرمې په  ١٢ بجو دعيدګاه جامع ته ورشي   .
او دغه راز دغزني ولايت هغو حاجيانو ته چې شميرې يې  له يوې څخه تر درې سوه پورې دي  غوښتنه کيږي چې سبا  دمازيگر په څلورو بجو دې دعيدګاه جامع جومات ته ورشي چې واکسين يې تطبيق او دحرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنو کې تنظيم شي .
له محترمو حاجيانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي اوپه الوتنو کې دبيظمي سبب نه شي .
له دې پرته به مسووليت په خپله ددوى په  غاړه وي .
دعيدګاه جامع جومات ته دبدرګه کوونکي په نامه داشخاصو ننوتل منع دى.
ديادونې وړ ده چې  حاجيان بايد خپل کارتونه له ځان سره ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته