امنیت

امنيتي خبرځايونه : د پشت رود ولسوالۍ د ډاراچوونکو لاس ته نه ده ورغلې

کابل باختر دزمري د مياشتې ٣٠ :
په پشت رود ولسوالۍ کې امنيتي پوستې  دطالبانو لاس ته نه دي ورغلي  .
دفراه ولايت امنيتي خبرځايونو د مخالفينو لاس ته  دپشت رود په ولسوالۍ کې دمخالفينو له خوا دملي اردو  ددريو پوستو  دنيول کيدو خبره رد کړه.
داسې  آوازې خپرې شوې دي  چې دملي اردو درې  امنيتي پوستې چې دپشت رود ولسوالۍ په دوکين ، چپک  او دچارمانت په ساحو کې  وې  تيره شپه  دمخالفينو لاسته ورغلي دي.
په فراه ولايت کې امنيتي مقامات وايي  دغه پوستې چې دپشت رود ولسوالۍ په لوړو ساحوکې ځاى پرځاى وې دامنيتي  ګواښونو او داکمالاتي ستونزو په نسبت  تکتيکي په شاه تګ  کړى دى اوپه  ګاونډيو کليو کې ځاى پرځاى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته