امنیت

په شاوليکوټ او خاکريز ولسواليوکې لسګونه وسله والومخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته

_قندهار باخترد زمري د میاشتې ۱۶ مه
د قندهار په شاولیکوټ او خاکرېز ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او پولیسو تر منځ نښتي شوي، چې له امله يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د قندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني باختر اژانس ته وویل چې، لومړۍ پېښه د شاولیکوټ ولسوالۍ په ناصرو سيمه کې شوې چې په ترڅ کې يې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
درانی زياتوي چې دوهمه پېښه بیا په خاکرېز ولسوالۍ کې شوې چې تر لسو زیاتو وسله وال مخالفینو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وویل چې په دغو نښتو کې امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته