امنیت

هغه سړى چې څه موده مخکې يې يو تن وژلى و ، ونيول شو .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
هغه سړى چې څه موده مخکې يې دپروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې يو تن وژلى و دپوليسو له خوا ونيول شو .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دبګرام ولسوالۍ ددولت شاهي دکلي اوسيدونکى عبدالصبور  دسيد اکبر دوژلو په تور دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو
مشکوک په نظارت خونه کې دى او پيښه دبګرام ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ  له جنايي جرمونو سره دمبارزې امريت له خوا څيړل کيږي
ديوبل خبر له مخې :اته ميله ډول ډول  وسله  چې دپوليسوله خوا په بيلابيلو پيښو کې کشف او ترلاسه شوي و دپروان ولايت دداياک بهير ته وسپارل شو ه .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي  مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل  :په دغو جنګي وسايلو کې کلاشينکوفونه  مکاروف تومانچې  ، چره يي ټوپک  او پنځه ډزي  شته چې دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دکشف پوليسو له خوا دوژنې ، غلا او دنشه يي توکو دقاچاقو په ګډون د بيلابيلو جرمونو  په تور  نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته