سیاست

کرواسي او افغانستان د ستراتيژيکي همکاريو موافقه ليک لاسليک کوي

کابل باختر د ثور دمياشتې  ٢٠ :
د کرواسي جمهوره رييسه کين روويچ وايي چې هېواد يې له افغانستان سره د اوږد مهالو همکاريو د موافقه ليک د لاسليک غوښتوونکى دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې: 
ميرمن روويچ نن افغانستان ته را ورسيده او د هېواد له جمهور رييس  محمداشرف غني سره يې په يوه ګډه خبري غونډه کې برخه واخيسته او جمهور رييس ته يې بلنه ورکړه چې د دغه موافقه ليک د لاسليک کولو لپاره دې کورشيا  ته سفر وکړي.
د کرواسي جمهورې رييسې وويل چې هېواد يې په تيرو ديارلسوکلونوکې د بيا رغاونې او دښځو او نجونو د روزنې په برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي او خپلو دغو مرستو ته د پخوا په شان دوام  ورکوي.
دې  دغه راز د افغانان په مشرۍ د سولې د خبرو  پرمخ بيول او د ډاراچوونکو دله منځه وړلو لپاره د امنيتي  ځواکونو  پياوړتيا وستايله .
ميرمن روويچ زياته کـــــړه چې له  ٢٠٠٦  ميلادي کال  را په  دې  خوا يې  افغانستان ته يو لړ سفرونه کړي دي او په دې موده کې يې په افغانستان کې د سولې د بهير د پرمخ بيولو، د بشر د حقوقو د تامينولو او  د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په مقصد د آيساف په  چوکاټ  کې زياتې مرستې کړې دي.
محمداشرف غني په دې غونډه کې د کروشيا د مرستوله امله مننه وکړه او د افغانستان د ستونزې د حل کولو لپاره يې دسيمه ييزې همغږۍ په اړتياباندې ټينګار وکړ.
ده زياته کړه چې جګړه دافغانستان په خلکو تپل شوې ده او هيڅکله زور ته نه تسليميږو  او جګړې ته په جګړې سره ځواب ورکوو. که څه هم چې سوله غوره بولو.
د ده دڅرګندونوله مخې چې مافيايي اقتصاد او نشه يي توکو په هېوادکې دجګړې تنور تود ساتلى دى او هغه نړيوال تروريستان چې په افغانستان کې يې په ډيرو ناوړو عملونو لاس پورې کړى دى؛ دسيمي او نړۍ  د نا امن کولو په لټه کې دي.
جمهوررييس په هېواد کې دنشه يي توکو ن دتوليد اوقاچاقو  دزياتوالي له امله په انديښنې سره وويل چې همدا اوس دهېواد په ښارونو کې په سلو کې پنځه اوپه ولايتونوکې په سلو کې ديارلس ځوانان په نشه يي توکو روږدي دي .
جمهوررييس غني د خلکو وروستيو انديښنو ته په اشارې سره وويل: له خلکو څخه غواړو چې د خپلې راتلوونکې انديښمن ونه اوسي؛ دولت په  آرامۍ سره دهېواد دآبادولو او د خلکو د سوکالۍ لپاره کار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته