ټولنه

دتخار مشرانو په بين الافغاني خبرو ټينګار وګړ .

کابل باختر د وري پنځمه :
په تخار کې دمتين دځوانانو بنسټ او مدني فعالانو نن دسولې په بهير کې دخلکو درول ترعنوان لاندې يوه غونډه جوړه کړه .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې،  په دې غونډه کې  چې دتالقانو ښار په اى خانم پارک کې جوړه شوه په سلګونو  تنو ځوانانو عالمانو ، ښځو ، قومي مخورو او مشهورو ملي څيرو ګډون کړي و ويناوالو هريو دسولې دارزښت په باب خبرې وکړې او ويې ويل هره هغه سوله چې دتړلو دروازو ترشاه او دپرديو په اشاره  په افغانانو وتپل شي زموږله خوا مردوده ده او دافغانانو عزت ازادي او شرافت په اسلامي اوافغاني سولې پورې تړاو لري .
دغو وينا والو خبر دارى ورکړ هره هغه سوله چې د افغانستان  خلک پکې ونډه ونه لري او په هغې کې  دديني عالمانو ، ښځو او دټولنې دبېلابېلو قشرونو دريځ  تضمين  نه شي تلپاتې به نه وي او دخلکو له خوا دمنلو وړ نه ده
  تخاريان په دې باور دي چې سوله دافغانستان د خلکو دبرخليک دټاکنې په باب ده او داوسني نظام په ساتنې  او په خپله دافغانانو په واسطه بايد صورت ومومي .
  ختم_    ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته