کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
په هرات کې د اسلامي امارت سلګونو ځواکونو پوځي او فکري زده کړې بشپړې کړې او فراغت لیکونه یې ترلاسه کړل.
د هېواد په لوېدیځ کې د پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان مولوي محمد اسماعیل هدایت باخترآژانس ته وویل چې په دې پړاو کې ۲۰۴ سرتېرو پوځي او عقیدتي زده کړې بشپړې کړې او فراغت لیکونه یې ترلاسه کړل.
په همدې حال کې یو فارغ شوي سرتېري وویل چې د ژوند ترپایه پورې به د خلکو او هېواد دفاع کوي.
ع