سیاست

دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دخبرو تر عنوان لاندې غونډه دپريکړه ليک په صادريدوسره پاى ته ورسيده

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٢ :

دپاکستان دستراتيژيکو مطالعاتو دنړيوالو مرکز اوکونړ دآديناورسيفتونگ له خوا پرون په اسلام اباد کې دافغانستان، پاکستان او داروپا داتحاديې ترمنځ دخبرو ، ستونزو اولرليدونو تر عنوان لاندې يوه ورځني غونډه  جوړه شوه.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبرله مخې  په دي غونډه کې دولسي جرګي دبشر دحقوقو دخپلواک  کميسيون داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت ، دټولنيزو اومدني ټولنو  دمرکزونو اويوناما استازو او دغه راز دپاکستان دسياستوالو ، اقتصادپوهانو ، فرهنګيانو او ددغه هيواد دپوهنتونونو محصلانو برخه لرله.

دکونردانستيتوت درييس ډاکتر بابک اودپاکستان دستراتيژيکو مطالعاتو دنړيوال مرکز درييس سرور نقوي له لنډو اوپرانستوونکو وينا وروسته دالمان سفير ډاکتر ميشل کوخ خبري وکړي اودافغانستان اوپاکستان ترمنځ  داړيکو دلازيات ښه والې غوښتنه يې وکړه.

ورپسې  دپاکستان داستازو دمجلس نايب په دې باب خبري وکړي .دخبرو په لومړي  غونډۀ کې متقاعد سناتور سيدحامدګيلاني ، دولسي جرګي غړي سيداسحق ګيلاني ، داروپا داتحاديې دپارلمان استازو او څوتنو پاکستاني  سياستوالو  اودپارلمان غړو دافغانستان اوپاکستان دستونزو اوسياسي اړيکو دلرليد په اړوند خبري وکړي، .

دخبرو په دويم غونډه کې دولسي  جرګي  غړي شينکۍ کړوخيل اوداطلاعاتو اوفرهنگ وزارت استازي خليل مينوي  او دپاکستان څوتنو خبريالانو اوفرهنګيانو  ددغو ددوو ملتونو په زيات نږديوالې کې درسنيو درول په اړوند خبري وکړي.

افغاني هيئت داطلاعاتو اوفرهنگ  دوزير ډاکتر سيدمخدوم رهين دپيغام درسولو په ترڅ کې اعلام وکړ داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دهرهغه اقدام ملاتړ کوي چې دافغانستان اوپاکستان داطلاعاتو اوفرهنگ  وزارت چمتو دي ددغو دواړو هيوادونو دخلکو داړيکو دلازياتې پراختيا په خاطر دپاکستان له دولت سره  يو گډ تلويزيون جوړ کړي او دافغانستان دولت دپاکستان تلويزونونو ته دفعاليت اوخپرونو اجازه ورکړې ده په افغانستان کې څو پاکستاني مقاماتو ته  په دغه هيواد کې افغاني تلويزيونونو ته دفعاليت اوخپرونو اجازه نه ورکوي .

له ملي راډيو تلويزيونن څخه عبدالرحمن پنجشيري دتبصري په ترڅ کې وويل دنږديوالې يوه لاره دژمنو اوبيطرفو رسينو دباور اوفعاليت  رامنځته کول دي چې کولاي شي دتفاهم اويووالې دزمينو دبرابرولو په لاره کې مرسته وکړي اونفاق له منځه يوسي .

دافغانستان اوپاکستان ستونزه له هندسره په اړيکو کې ده  او لکه ځنځير تړلي دي  چې دغه ستونزه بايد دخبرو په ميزکې طرحه او خبري ورباندې وشي  .

ددغو خبرو داقتصادي  اوسيمه ييزو همکاريو په غونډه کې دولسي جرګي غړو ګل پاچا مجيدي  ، شيرولي وردګ اوګلالۍ نور صافي  ، له يوناما څخه سيدمحمدشاه اودپاکستان او داروپا داتحاديې استازو دًبشر دحقوقو ، دافغانستان اوپاکستان په لاره کې داقتصادي او سياسي ستونزو په اړوند ، دترکمنستان دګازو دنل ليکې دغځولو  په باب چې دافغانستان له لاري پاکستان او هندوستان ته تريږي دامنيتي انديښنو  په غير قانوني ډول دافغانانو دتجارتي مالونو په کراچي بندرکې در ول  ، په پاکستان کې دافغانستان دتلويزيونونو دخپرولو دبندولو ، دکويټې شورا دشتون ، دپيښور دشورا او پاړه چنار شورا ، دطالبانو په اړوند دپاکستان دحکومت له خوا دطالبانو ددايمي ملاتړ  ، په سيمه کې دهنددشتون له امله  دپاکستان دانديښنو  دافغانستان دمسالې دسيمه ييزو اونړيوالو اصلي لوبغاړو اودنړيوالو ځواکونو دوتلو په اړوند مفصلې خبري وکړي .

دافغانستان دبشردحقوقو دخپلواک کميسيون مرستيال احمدفهيم حکېم  ددغو خبرو دنتيجو په باب دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه غونډه  اوخبري  دبيلابيلو  موضوعګانو په باب دسياسي اوقان جوړولو ،  مدني ټولنې  ، روزنيزو اوفرهنګي مرکزونو دغړو ترمنځ دخبرو په مقصد ښه زمينه برابره کړه چې ټولو برخه والو ددغه شان غونډو د جوړيدو ملاتړ وکړ.

ده زياته کړه  دناوړه تفاهم  دلري کولو دعامه ذهنونو دروښانولو او دملتونو دنږدي کولو په لاره کې درسنيو رول مرستندوى اوګټور دي .

دغه غونډه داعلاميې په صادرولو سره پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته