امنیت

اته تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ١١ :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې  دملي اردو ځواکونو دعملياتو په دوام اته تنه وسله وال  طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات  دننګرهار ولايت  دچپرهار ولسوالۍ دماڼو په ساحه کې د طالبانو دتروريستي ډلې  په پټنځي ترسره شو چې په بهير کې يې  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او دوه تنه نور ټپيان شول او دطالبانو يو ډاتسون موټر هم ويجاړ شو.
د ننګرهارولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ دزاړه بازارپه مربوطاتو کې  دعملياتو په بهيرکې  په  ٢١٠ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
د يوبل  خبرله مخې ، امنيتي ځواکونو دپروان ولايت  د بګرام ولسوالۍ  په سنزايي کلي کې  چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې  زر کيلوګرامه  امونيم نايتريت،  ديرش متره ثانيه سوځوونکي او درې پټاقۍ ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته