کابل باختردمرغومي دمياشتې ٣ :
د ( اسلام او د زيږونونو ترمنځ د واټن په باره کې دکورنۍ دتنظيم ) ترعنوان لاندې ملي کنفرانس نن په کابل کې جوړشو.
دمسوولينو دڅرگندونوله مخې: دغه کنفرانس د ماشومانو او ميندو د مړينې د شمېر دکمښت اومخنيوي او هم په هيواد کې د وګړو د شمېر د زياتوالې د مخنيوي په مقصد د عامې روغتيا او د حج او اوقافو د وزارتونو ، د افغانستان دعالمانو د سراسري شورا او د افغانستان دعلومو اکاډمي له خوا د دوو ورځو لپاره جوړشوى دى .
دباخترا ژانس دخبريال د خبرله مخي :
دکنفرانس په پيل کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو معينې ډاکترې ناجيې طارق د زيږونونو ترمنځ دواټن زياتوالې اودماشومانو او ميندو د هغه دمثبتو اغيزو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه وزارت سره له دې چې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولوکې د يادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه کړې دي؛ خولا تراوسه پورې هم په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور د زيږون په وخت کې د مخنيوي وړ سببونو له امله مري.
ډاکترې طارق څرګنده کړه: په هرو زرو تنوماشومانوکې چې د زيږونونو ترمنځ د ټاکلې وقفې په پام کې نيولو پرته زيږيږي؛ اويا تنه يې له زيږون وروسته مري.
دې څرگنده کړه: که چيرې د ږيږونونو ترمنځ وقفه رعايت شي، هم ماشوم په سالم ډول زيږيږي او هم مور مناسبه روغتيا لري .
دې وويل: پرله پسې زيږيږونونو دماشومانو دويني اود وزن دکمښت اوخوارځواکى سبب کيږي او په اسانى سره انتانونه د هغوى بدن ته سرايت کوي او ميندې هم په دغه شان حالت کې کمزورې ، بې وينې او په ناورغيو اخته کيږي.
دې په دې کار دکورنيو د ذهنونو د روښانولو لپاره د دين دعالمانو په رول
باندې ټينګار وکړ او څرگنده يې کړه : څيړنو ښودلې ده چې د زيږونونو ترمنځ
د واټن رعايتول د ميندو او ماشومانو مړينه په سلوکې شپږويشت کموي.
دې وويل: په ٢٠١٠ کال کې هغه سروې چې ترسره شوه، په سلوکې دوه ويشتو ميندو د زيږونونو ترمنځ د واټن چلندو نه رعايت کړي دي اوپه سلو کې نهه ويشت په دغو چلندونو بې خبره وې .
په دغو مراسمو کې د سولې د عالي شورا غړى شهزاده شاهد وويل: ماشوم يو الهي نعمت دى او شريعت وايي چې بايد ماشوم تردوه کلني پورې دمور په شيدو تغذيه شي .
دې وويل: په دين کې د زيږونونو ترمنځ د واټن لپاره کوم خڼدنشته اوکه چيرې دميندو اوپلرونو رضايت وي؛ کولاى شي د زياتو زيږونونو مخه ونيسي .
په دې کنفرانس کې د ولسي جرګې دښحو دچارو دکميسييون رييسې فوزيې کوفي د دغه کنفرانس جوړول يومناسب نوښت اويوملي پروګرام وباله اوزياته يې کړه چې د زيږونونو ترمنځ د واټن د رواجولوپه کارکې دعالمانو رول ارزښتناک دى، ځکه افغانستان يو دوديز هيواد دى او د زياترو خلکو د سواد کچه ټيټه ده او دا ديني عالمان دي چې ذهنيتونه روښانوي .
فوزيې کوفي څرگنده کړه چې د زيږونونو ترمنځ د واټن د رعايتولو لپاره خلکوته ذهنيت ورکول د ديني عالمانو مسووليت او وجيبه ده .
دې د هيواد د وګړو د چټکې ودې يادونه وکړه او ويې ويل چې بايد د دغه حالت د څيړنې لپاره هر اړخيزپروګرامونه ترلاس لاندې ونيول شي .
په کنفرانس کې قربانعلي عرفاني، د حج او اوقافو وزارت معين ډاکتر داعي الحق عابد او د افغانستان د علومو اکاډمي مرستيال د موضوع په باب خبرې وکړې.
6 2 دقیقې لوستل