امنیت

دملي دفاع وزارت وياند: په افغانستان کې په داعش ځپنده ګوزارونه شوي دي .

کابل باختر د ليندي  نهه ويشتمه :
دملي دفاع  وزارت وياند وايي چې داعش په افغانستان کې مناسب ځاى نه لري .  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دداعش تروريستي ډلې په افغانستان کې دظهور له وخت  څخه تراوسه پورې ځپنده ګوزارونه زغملي دي .
  ده دجوزجان ولايت په درز اب ولسوالۍ کې دداعش دتروريستي  ډلې شتون تاييد کړ او ويې ويل چې دغه تروريستي ډله په دغې ولسوالۍ کې شتون لري خو ددغې ډلې له شتون څخه د درز اب  ولسوالۍ دپاکولو لپاره  دامنيتي ځواکونو پراخ عمليات پيل شوي دي او موخه يې  په دغو سيمو کې دمخالفو او تروريستي ډلو ځپل دي  .
دغه راز دولت وزيري وويل چې دداعش  تروريستي ډله په افغانستان کې هيڅ اډه نه لري  او دافغانستان خلک د داعشيانو منلو ته چمتو نه دي او دغه هېواد به هغوى ته مناسب  ځاى نه وي او دغه ډله دله منځه تللو په حال کې ده .
ده په دې باب  چې دداعش تروريستي ډله په افغانستان  کې  اډه جوړوي دروسي مقاماتو دڅرګندونوپه باب وويل  موږ له روسي مقاماتو  څخه غواړو  چې له افغان امنيتي ځواکونو سره زياته همکارى  وکړي چې دوى دغه تروريستي ډله  وځپي .
ده زياته کړه  په ننګرهار  کې دداعش  دظهور له وخت څخه تراوسه پورې دداعشيانو دجګپوړو مشرانو په ګډون  ٢٥٠٠ تنه  داعشيان وژل شوي او څه ناڅه زرتنه يې نيول شوي او امنيتي  ځواکونه په بشپړ غوڅوالي سره دهغوى پرخلاف  جنګيږي .
وزيري زياته کړه: دکابل ګارنيزيون قوماندانۍ په څو وروستيو ورځو کې په ښه توګه دامنيت دتامينولو په خاطر په دې بريالې شوې ده چې د دودي ښيښو  لرونکى يوزرو څلور سوه څلور وسايط پاک کړي اوپنځه پنځوس بې سنده واسطې  ودروي او درې ويشت غير قانوني وسلې په کابل ښار کې راټولې کړي .  ده دغه راز په ننګرهار ولايت کې دمخالفانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په خاطر  دچانيزو عملياتو دپيلولو خبر هم ورکړ .
دملي دفاع وزارت وياند په دې خبري  غونډه کې په بيلابيلو برخو کې  ددغه وزارت ځينې لاس ته راوړنې بيان کړې چې  له اداري  فساد سره مبارزې او دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې دچاڼيزو عملياتو ترسره کول  و. ددغو لاس ته راوړنو په سر کې ځاى درلود .  دجنرال وزير ي دڅرګندونوله مخې، دروان هجري  لمريز کال په بهير کې په هېواد کې دوسله والو طالبانو دډلې درې سوه دوه ديرش تنه قوماندانان او دداعش شپيته تنه جګپوړي  ډلې وژل شوي دي
وزيري د لوړ رتبه او ټيټ رتبه افسرانودتقاعد په خاطر دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس محمد اشرف غني  دتقنيني  فرمان په باب  وويل چې دغه بهير  داجرا کيدو په حال کې دى او د مرغومي دمياشتې له ديارلسمې نيټې څخه په رسمي  ډول پيليږي  دهغو افسرانو دتقاعد موخه چې ددغه فرمان په شرايطو  برابر دي  داده چې په دووکلونو کې به په پړاويز  ډول عملي شي  هغو افسرانو ته چې تقاعد ته سوق کيږي يو لړ امتيازونه هم په پام کې نيول  شوي دي .
ده وويل په سلو کې  ديرش هغه اشخاص به چې شتون ته يې اړتياوي تقاعد نه شي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته