امنیت

په پنجشيرکې سيلاونو زيات مالي تاوانونه واړول

کابل باختردوږي دمياشتې ١٦ :
دپنجشيرولايت دمرکز بازارک ښار په دويمه ناحيه کې  دسيلاونو دراوتلو له امله دسيمې خلکو ته  زيات مالي تاوانونه اوښتي دي .
دغه سيلاونه له تېرې نيمې شپې څخه پيل شوي دي اوتراوسه پورې دوام لري .
دبازارک دحوزې دپرمختيايي شورا دمسوول فضل الحق دڅرگندونوله مخې،ددغو سيلاونو دراوتلو له امله کرنيزو ځمکو ته زيان رسيدلي دي او اته سوه ميوه لرونکي اوبې ميوې ونې اوسل څاروي له منځه تللي اونږدې اته کيلومتره سړک ويجاړشوى دى.
يوه اړوند خبرځاى وويل: دپريان او درې په ولسواليو کې هم سيلاونه راوتلي دي  چې تراوسه پورې له دې امله درسيدلو تاوانونو اندازه نه ده تثبيت شوې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته