ټولنه

په خوست کې صنعتکاران هيڅ ډول اسانتياوې نه لري

متون باختر د تلې ۷ مه
په خوست کې د صنعتکارانو ټولنې غړي او د کوچنيو کارخانو خاوندان وايي چې د خپل کاروبار د پراختيا لپاره هيڅ ډول اسانتياوې نه لري.
د دغه ولایت صنعتکاران او د کارخانو خاوندان د مناسب ځای، د مسلکي کارمندانو او د برېښنا نشتون هغه عمده ستونزې يادوي چې د دوی د کاروبار د پراخېدو مخه يې ډب کړې ده.
لعل بادشاه چې په خوست کې د چڼو او پاپړو کارخانه لري، وايي: په دې کارخانه يې ۵۰۰ زره ډالر مصرف کړی چې په شپه او ورځ کې ۲ ټنه توليد لري او د هېواد د ۱۶ ولايتونو مارکيټونو ته خپل توليدات وړاندې کوي.
هغه وويل: غواړي خپل کاروبار ته نوره پراختيا هم ورکړي، خو د مناسب ځای د نشتون او د برېښنا د بيې د لوړوالي له امله دې کار ته زړه نه شي ښه کولی.
په دغه ولايت کې د صنعتکارانو د ټولنې مشر اصيل محمد د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، د دولت د نه پاملرنې له امله کيدای شي ټولې هغه لويې او کوچنۍ توليدي کارخانې چې په خوست کې فعالې دي، وتړل شي.
دی زياتوي: ((زموږ زياتره کارخانې د استوګنې په سيمو کې فعالې دي چې خلک او د کارخانو مالکان يې د ستونزو سره مخ کړي دي. تردې دمه هيچا زموږ غږ نه دی اوريدلی، کارخانو باندې مو ثابته پانګونه کړې، که په دوراني سرمايه کې دولت موږ سره همکاري وکړي، دې سره به نور پرمختګ هم رامنځته شي)).
ها خوا بیا د افغانستان د صنايعو او معدن خونې مسوول رحيم الله سمندر ژمنه کوي چې د دې ولايت د صنعتکارانو ستونزې او غوښتنې به مرکز کابل کې د اړونده چاروکو سره شريکې کړي او د حل لپاره به يې کوټلي ګامونه واخلي.
سمندر زياته کړه: ((زموږ موخه دا ده چې د خوست صنايع وده وکړي او حکومت متوجه کړو څو د خصوصي سکتور په توګه له دغو خلکو ملاتړ وشي)).
د شمېرو له مخې، دا مهال په خوست ولايت کې ټول ټال ۲۳۰ لويې او کوچنۍ کارخانې فعاليت لري چې، په کې د خوراکي توکو او غير الکولي مشروباتو ترڅنګ، پلاستيک جوړولو او صابون جوړولو کارخانې هم شاملې دي او په دغو کارخانو کې شاوخو ۷۱ زره کسان په  کار بوخت دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته