کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
دافغانستان د کرکټ ملي ټيم د سبا دهند له ملي ټيم سره لوبه کوي .
د هيواد د کرکټ بورد ويندوى فريد هوتک نن د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه لوبه په بنګله ديش کې د آسيا دجام دسياليو په دوام تر سره کيږي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : په دغو سياليو کې د افغانستان ، پاکستان هند، بنګله ديش اوسريلانکا ټيمونه ګډون لري چې دافغانستان ټيم دوه لوبې دپاکستان او سريلانکا په وړاندې بايلودې او له بنګله ديش سره په لوبه کې بريالى شو .
د يادونې وړ ده چې د هيواد د کرکټ ملي ټيم دهند دکرکټ دملي ټيم په وړاندې دبرياليتوب صورت کې دايشيا کپ يا د آسيايي جام دايمي غړيتوب ترلاسه کوي.
2 1 دقیقه لوستل