کابل باختر دوري اوولسمه :
د هِلپ موسسې د باميانو ولايت له دولتي ادارو سره د دفتري وسايلو او تجهيزاتو مرسته وکړه .
د باميانو ولايت مرستيال محمد آصف مبلغ د باختر آژانس خبريال ته وويل: د (Help) نړيوالې موسسې د دولتي ادارو د اړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو د پرمخ بيولو په خاطر د باميانو ولايت له دولتي ادارو سره د ٤٢٥ زرو افغانيو په ټول ارزښت د دفتري وسايلو او تجهيزاتو مرسته کړې ده او د ادارو له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې د دغو وسايلو د ساتنې او په معقول ډول د کارولو په برخه کې هڅه او هاند وکړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ