سیاست

تبصـــره :

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په دې وروستيو وختو کې سريلانکا ته  يو  رسمي سفر وکړ  چې له  داسې مطلوبو نتيجو سره چې هماغه
د دوه اړخيزو اړيکو  په پراختيا باندې ټينګار او د همکارې د څو موافقه ليکونو له لاسليک کولو سره جوخت وو  ،  چې کولاى شي د  نويو سيمه ييزو همکاريو دلرليد زيرې   ورکړي .
دباختر آژانس مبصر ليکي :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په  دې وروستيو وختو کې دسريلانکا دجمهور رييس ميهندا راجا پاسکا په بلنه دغه هيواد ته رسمي سفر وکړ .
د دغه سفر په  بهير کې  دلوړو زده کړو ، عامې روغتيا ،  ظرفيت جوړولو   او دسريلانکايي ماهرانو د استخدام او  دامنيتي او ورزشي همکاريو په برخو کې يو موافقه ليک او درې تفاهم ليکونه لاسليک شول  .
سريلانکا ته سفر د افغانستان په شان هيواد ته  له بيلابيلو اړخونو ارزښت لري . لومړى  دا چې افغانستان له دغه هيواد څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو په درشل کې دى    او ځينې کسان په  دې عقيده   دي چې    ددغو ځواکونو    په  وتلو سره په له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شي  .
په داسې حال کې چې افغانستان په دغه هيواد کې د بياجوړولو دبهير د دوام لپاره د اړوند بنسټونو دبياجوړولو او ظرفيت لوړولو ته اړتيا لري او دسيمې هيوادونه مناسبو او ارزانو ظرفيتونو سره کولاى شي  په دې لاره کې له افغانسان سره مرسته وکړي او سريلانکا هم  ددغه شان هيوادونو په ډله کې شميرل کيداى شي .
دويمه  خبره سريلانکا دافغانستان په شان دبحران او ناخوالو يوه اوږده  دوره چې دبهرنې لاسوهنې زيږنده وه تجربه کړې ده  . سريلانکا کلونه کلونه ددتاميل ايلام له بليتون غوښتوونکوپړانګاتوسره په جګړه کې ښکيله ده چې ددغه  هيواد دمرکزي  دولت پرخلاف يې د ناوړې مبارزې بڼه غوره کړې  وه.
خو په پاى کې دسريلانکا دولت دهغو په وړاندې بريالى  شو او په دغه هيواد کې ثبات تامين شواوس سريلانکا د ثبات دتامينولو اوخپلې قلمرو ته دسولې دستنولو  په لاره کې زياتې تجربې لري او افغانان کولاى شي له دغو تجربوڅخه په خپل هيواد کې دسولې او ثبات په ګټه استفاده  وکړي .
له بلې خوا افغانستان يو لرغونى هيواد دى  زياتې معنوي شتمنۍ لري چې دهغه دلرغوني هويت او تاريخ  څرګندوى دى .   په داسې حال کې چې سريلانکا اوس دګرځندويانو او توريستانو  ټاټوبى  دى  .
دترلاسه شويو معلوماتو له مخې ددغه هيواد نيمايي ملي عايد  دګرځندوى يا توريزم له صنعت څخه تمويليږي.   کيداى شي د دغه هيواد له   تجربو څخه په افغانستان کې دګرځندوى دصنعت په احياکولو کې هم کار واخستل شي.
له بلې خوا افغانستان د وروستيو کلونو په بهير کې هغه هم دهغو ناخوالو په شتون کې چې دبهرنى  لاسوهنې او دتپل شوې جګړې  زيږنده دى  ،خپل زيات ظرفيتونه له لاسه ورکړي دي   او اوس په زياترو برخو کې د ظرفيت له نشتوالي سره مخامخ دى او دسريلانکا او هند په شان هيوادونه  کولاى شي دبشري ځواکونو په استولو او دافغان ماهرانو په روزنې سره د ظرفيت جوړولو او اوسنۍ تشې  د ډکولو په لاره کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
په همدې دليل دى چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي سيمه ييزې همکارۍ  په نړيوالو اړيکو کې يو اصل بولي او په پراختيا باندې  يې ټينګار کوي او په همدې مقصد يې شل ځلې پاکستان ته سفر کړى دى  څو ځلې ايران ته تللى دى  او هندوستان ته  يې هم زيات سفرونه کړي دي ، څو ځلې د چين ولسي جمهوريت ته تللى دى او اوس هم سريلانکا ته لاړ چې د  سيمه ييزو اړيکو اصل ټينګښت  ومومي ځکه په سيمه کې داقتصادي اړيکو  وده په   داقتصادي کمزورتيا دکمښت  او د  يواوالۍ او پيوستون دټينګښت   سبب شي او   په پاى کې به دسياسي دريځونو او نظريو دنږديوالي  سبب شي او امنيت او ثبات به هم سيمې ته  لاره پيدا شي.
دافغانستان خلک هيله لري چې دسيمې هيوادونه د افغانانو سوله ييزې اراده   او سياست دخپلې لارې ډيوه وګرځوي او له هغې څخه دسيمه ييز ثبات په  ګټه کار واخلي چې له کړکيچ ، کدورت او له لوړتيا غوښتنې څخه ديوې خلاصې سيمې خاوندان  شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته