اسعد اباد باختر د چنګاښ يوولسمه :
پاکستان يوځل بيا له تيرې شپې راپديخوا دکونړ ولايت په سرحدي ولسواليو نهه نوي توغندي توغولي دي .
دکونړ دوالي ويندوى واصف الله واصفي باختراژانس ته وويل، دشيګل ولسوالۍ د تولتن په سيمې شپيته توغندي او دانګام او سرکاڼو په ولسواليو ديرش توغندي لګيدلي دي .
ديوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دغه ولايت دپاکستان په دغو راکټي بريدونو کې خلکو ته مالي تاوان اوښتې دى خو دسرزيان نه لري .
دواصفي دڅرګندونو له مخې، دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې دپاکستان له خوا په افغانستان اووه سوه توغندي توغول شوي دي .
دغو بريدونو له پاکستان سره دسرحدي ولسواليو په سلګونو تنه اوسيدونکي بيځايه کړي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ