کابلباخترد وږي دمياشتې ٤
په هرات ولايت کې د لومړي لاس دغوره ليک د فوټبال دسياليو په دوام پرون مازيګر د خراسان ټيم په افغان ټيم بريالي شو.
د هرات ولايت د ورزشي امريت مرستيال ضياالحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دې لوبه کې د خراسان ټيم د صفر په مقابل کې په څلوروسره افغان ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ په دغه ولايت کې د لومړي لاس د لسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي .
ټاکل شوې ده نن د اماني او آريا غوريان ټيمونه لوبه وکړي .
ديو بل خبر له مخي : په هرات ولايت کې د دويم لاس غوره ليک د فوټبال سيالۍ دجمعې په ورځ پيليږي .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا د څرګند ونو له مخې :
په دغو سياليو کى د دويم غوره ليک دولس ټيمونه برخه اخلي
1 1 دقیقه لوستل